د بلخ سیمهییزو راډیوګانو مسوولین په دغه ولایت کې د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي او له حکومته یې د کمولو غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې یې یو کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې یو کس نیول شوی هم دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، مزارشریف ښار کې یې یو هغه کس نیولی چې له جوماتونو څخه به یې د خلکو بوټان غلا کول.
د بلخ ځینو سیمهییزو ادارو په ګډه په دغه ولایت کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل کړ او مسوولين وايي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۵۰ زره نيالګي کېښودل شي.
بلخ کې د درملو تولید فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو طبي توکو او درملو بندیز ونه لګول شي؛ نو ښایي فابریکې یې له سقوط سره مخ شي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي او وروسته تښتېدلی دی.
د بلخ ولایت د حیرتان بندر ګمرک کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې له کتاب لوستلو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې په موخه ورځي.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو ازبکستانی وګړی له سلګونه بوتل شرابو سره نیول شوی دی.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د قوشتیپې کانال د سربند چارې ۴۰ سلنه مخ ته تللې او پاتې به تر راتلونکي کال پورې بشپړې شي.