د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
په بلخ او لغمان ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو سړکونو د پخولو او درېیو سړو خونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د بلخ حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې وسلهوال وژل شوي دي.
د بلخ کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات دوه برابره ډېر شوي، خو کروندګر یې د بیې له ټيټېدو شکایت کوي.
امنیتي مسوولین وایي چې د بلخ په زارع، چهارکنت او مارمل ولسوالیو کې ۳۳ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نه ګُنبد (حج پیاده) تاریخي جومات پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغولو غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د نباتي غوړیو تصفیې او پروسس د یوې فابریکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، په دغه ولایت کې ځیني شخصي روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي او په دغه کار یې خپل تجارت روان کړی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې دوه کسان د شرابو جوړولو او پلورلو په تور نیولي دي