د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوې موسسې له لوري یوه ښوونځي ته د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند د یوې برخې د بېړنیو تحکمیاتو چارې پیل شوې دي.
مزارشریف (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جامو ګنډلو ۶۰ کارخونو کې شاوخوا درې زره کسان په کار بوخت دي چې ډېر یې ښځې دي.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم د ډالرو ارزښت د افغانيو پر وړاندې ټیټ شوی خو د نفتي توکو بیې لا هم لوړې دي او د کنټرول غوښتنه یې کوي.
د بلخ پوهنتون رييس وايي، محصلین اړ دي چې د اسلامي ثقافت او نورو درسي مضامينو ترڅنګ اصلاحي او عقیدتي درسونه هم زده کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې یوه ۱۸ کلنه ښځه د شرابو د پلور په تور نيولې ده.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د ناپېژانده کسانو له خوا يو کس وژل شوی دى.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ په برېښناکوټ فابریکه کې د ګاز نللیکې یوه پیپ چاودنې له امله درې کسان ټپيان او ١٤ نور مسموم شوي دي.
بلخ کې مسوولین او د پنبې پروسسکوونکو اتحاديه له کروندګرو غواړي چې د پنبې د کیفیت خویندي ساتلو په موخه دې د پلاستیکي بوریو پر ځای له نخي بوریو کار واخلي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د غالۍ او وړۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۳۰۰ بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.