د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د څه باندې ١٤١زره امریکایي ډالرو په لګښت د قلعهجنګي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت ځانګړې امنیتي قطعې یو کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ د مولانا جلالالدین محمد بلخي ښارګوټي کې د کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل شو.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو نږدې دوه میاشتو کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې دوه کسان مړه شوي دي.
د بلخ اوسېدونکي او فرهنګیان د مولانا جلالالدین بلخي د خانقاه او مدرسې د ویجاړېدو په اړه اندېښمن دي او له حکومته يې د بېرته رغولو غوښتنه کوي.
د بلخ د کډوالو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د کډوالو او داخلي بېځایه شوو کسانو د تصفیې، سرشمېرنې او د مستحقو بېوزلو د تثبیت بهیر پیل کړی دى.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي، د انټرنېټ بیه لوړه ده خو کیفیټ یې ټیټ دی.
د بلخ مرکز مزارشریف کې د کرکټ د لسو لوبډلو ترمنځ د کلب لېول ۲۵ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یوه خیريه بنسټ له لوري د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، په دغه ښار کې یې اته هغه نانوایيګانې تړلې دي چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د ښځینه غلو هغه درې کسیزه ډله نیولې چې له یوه کوره یې د ۴۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت سره زر غلا کړي وو.