Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په مخابراتي شرکتونو یې د لاټرۍ ترسره کول بند کړل.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې لغمان کې د ابو رسولو یوې شبکې جوړېدو ترڅنګ میدانوردګو کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل او سمنګان کې د یوه چکډیم چارې بشپړې شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د کجکې بند برېښنا له یوې نیمې میاشتې بندېدو وروسته نن بېرته د هلمند د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو او کندهار ښار ته وصل شوه.
د کندهار یو شمېر سوداګر وايي، پاکستان په غیرقانوني توګه زموږ مالونه ګرځولي او هره ورځ له ۶۰۰ زره تر یو میلیون ډالرو پورې مالیه پرې راځي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور سرپل ته په خپل سفر کې ویلي، له تخنیکي سروې وروسته به په دغه ولایت کې د ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د سلطان ابراهیم درې بند د جوړولو عملي چارې پیل شي.
فراه کې د بخشاباد بند جوړولو پروژې مسوولین وايي، د دغه بند لوی او مهم تونل چې ۵۳۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، سوری او وصل شو.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د لومړنۍ محکمې له لوري د سږ کال په اوږدو کې ١٠٣ د نشهيي توکو کاروونکي او او پلورونکي په لنډ او اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ په لنډۍ ناوې سیمه کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پيل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لوړې اوبو او برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو په موخه له افغان انویسټ او عمران جیوتخنیک شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.
روسيه کې یوې محکمې یو امریکایي وګړی، له دې امله چې یو روسی افسر یې په لغته وهلی و، پر څلورنیم کاله بند محکوم کړ.
په زابل کې د یوه بند جوړولو چارې پیل شوې چې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP