د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د یوه سراچه ډوله موټر چپهکېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله د ښځو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په سیاهبغندي سیمه کې د یوه ټونس موټر چپه کېدو پېښه کې یوه ښځه مړه او اته نور کسان ټپيان شوي دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په قرقین ولسوالۍ کې یو ماشوم موټر وهلی او مړ شوی دی.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لږ تر لږه لس نور ټپیان شوي دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یکهولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د اشکاشم – شغنان ولسوالیو پر لاره د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
غور کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل – ګردیز پر لویه لار د څلورو ترافیکو پېښو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.