ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د درېيو ترافیکي پېښو له امله نهه کسان ټپیان شوي

غزني کې د درېيو ترافیکي پېښو له امله نهه کسان ټپیان شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): په غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله د ښځو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې درې ترافیکي پېښې شوې دي.

سرچینه وايي چې د غزني ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضي کوتل سیمه کې یو باروړنکي او کرولا موټر ټکر کړی دی.

د خبرپاڼې په حواله په دې پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز، سرچینه وايي چې د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په سپین‌بند سیمه کې د یوه ټرکټور او مسافر وړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې درې کسان ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د غزني – پکتیکا پر لویه لار د اندړو ولسوالۍ په سیني سیمه کې یو فېلډر موټر چپه شوی چې له امله یې د دوو ښځو په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پېښو ټپیان د امنیتي ځواکونو او خلکو له لوري سیمه‌ییزو روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

خبرپاڼه کې د یادو پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.