ژبه

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي

<p style="text-align: justify;">بامیان (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۳): د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یکه‌ولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې له سړکه د یوه فلاینکوچ وتلو پایله کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه په خبره، دغه پېښه پرون مازدیګر د یکه‌ولنګ نمبر۱ ولسوالۍ په «کمرک» سیمه کې د چلوونکي د ګړندي تګ او بې‌غورۍ له امله شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه څرګنده کړه چې د یکه‌ولنګ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پولیس په وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د بامیان ولایتي روغتون ته لېږدولي او د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښې وړ ښودل شوی دی.</p>

ورته موضوع