Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د چرمي صنعت یو شمېر تولیدوونکي د خپلو تولیداتو د پلور له کمېدو شکایت لري او وايي، په هېواد کې داسې ماشینونه نشته چې خام مواد (د څارویو پوستکي) پر پاخه موادو (چرم) بدل کړي؛ دوی له حکومت او پانګهوالو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر او د ممپليو سوداګر وايي، سږ د تېر کال په پرتله د حاصلاتو کچه یې لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري.
سږ کال د افغانستان د کرنیزو اصلاح شوو تخمونو دولتي شرکت د غنمو اصلاح شوي تخم د تولید کچه د ۱۳۹۴کال په پرتله شپږ لوړه برابره شوې او تمه ده چې راتلونکی کال به د سږ په پرتله نږدې دوه برابره شي.
سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي چې د تېرو جګړو، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د شاتو مچیو ۷۰ سلنه فارمونه له منځه تللي دي.
د ننګرهار د کانال رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې د شاتو د تولید زياتولو په موخه د بېرو مصنوعي ځنګلونه او باغونه جوړ کړي چې سږ کال حاصل ته رسېدلي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت ويلي، يوه ترکي شرکت د افغانستان د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو او بادي برېښنا د تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د ننګرهار د برېښنا رياست وايي، د دغه ولايت د درونټې برېښناکوټ درېيم توربين چې له تېرو ۴۲ ورځو راهیسې يې د اساسي ترميم کارونو دوام درلود، جوړ او نن ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي چې د سیاسي بدلون او ناسم مدیریت له امله د غوري سمنټو فابریکې د ورځني توليداتو کچه له شپږ سوو څخه سلو ټنو ته راښکته شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن