ګردېز (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د پکتيا د کرنې ریاست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا ۳۵۰ ټنه شات توليد شوي، خو فارملرونکي بیا د کورني تولیداتو د بازار ښه کېدو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز غوښتنه کوي.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ عمومي مدير عبدالبصير کوچي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ټول ولایت په کچه ورسره د شاتو مچیو ۲۷۶ فارمونه ثبت دي چې سږ کال یې ۳۵۰ ټنه شات تولید کړي دي.
هغه وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال د پکتیا د شاتو په تولید کې ۲۷ ټنه کموالی راغلی دی.
د نوموړي په خبره، د شاتو د تولید کموالي لاملونه په پکتیا کې د مچیو د خوراک لپاره د ګلانو کمښت او د ژمي موسم کې پښتونخوا ته د وړلو پر مهال د مچیو له منځه تلل دي.
هغه وويل، هڅه کوي بازار ته د ګاونډیو هېوادونو پر بېکیفیته شاتو بندیز ولګوي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ پلان لرو او له وزارت سره مو هم شريک کړی چې څو له نورو ګاونډيو هېوادونو شات دلته رانه وړل شي، دلته پکتيا کې د شاتو توليد ښه دی، موږ غواړو چې طبيعي شات او د خپلو فارمونو شات په هېواد کې مروج شي، زموږ هڅه دا ده چې هغه بېکيفيته شات بند کړو.»
ورته مهال، پکتيا کې د مچيو د فارمونو اتحاديې مشر او فارملرونکي خانزمان وويل، د حکومت د نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې د مچيو کاروبار اغېزمن شوی دی.
هغه وويل، روان ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا لس زره صندوقه مچۍ کوزې پښتونخوا ته د وړلو پر مهال په بندر کې د ژر اجازې نه ورکولو او خوراکي توکو د کمښت له امله مړې شوې دي.
هغه له مسوولينو او مرستندويه بنسټونو غوښتنه وکړه چې دې برخې ته دې پاملرنه ډېره کړي.
نوموړي وویل: «سږ کال چې موږ د پکتيا په سطحه له فارمونو څخه کومه احصائيه راټوله کړې، تقريباً لس زره صندوقه مچۍ له منځه تللې دي، هلته بندر کې د مچيو موټرو ته ژر اجازه نه ورکول او د خوراکي توکو کمښت په وجه؛ بل زموږ غوښتنه دا ده چې د کسانو روزنې لپاره ټرينینګ سنټرونه جوړ شي چې د مچيو روزنه او د شاتو تولید مو په سټنډرډ برابر وي.»
دغه راز، په ګردېز ښار کې د مچيو یوه فارملرونکي ذبیحالله وویل، حکومت باید له پاکستان او ايران څخه په را واردېدونکو شاتو بندیز ولګوي.
هغه وویل، له يوې خوا د را واردېدونکو شاتو کيفيت ټيټ او له بلې خوا یې د وطني شاتو بازار خراب کړی دی.
د یادونې ده، پکتیا کې اوسمهال یو کیلو خالص شات په ۳۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP