کندهار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د کندهار د کرنې ریاست سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید ډېرېدو خبره کوي خو د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي وايي چې تقلبي او بېکیفیته وارداتي شاتو یې د تولیداتو بازار زیانمن کړی او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د مچیو یوه فارملرونکي احمدالله وویل: «موږ خالص او طبیعي عسل تولیدوو، خو ځیني کسان د خوږو موادو مخلوط د عسلو په نوم پلوري، دغه کار زموږ عوایدو ته زیان رسولی او باید مخنیوی یې وشي.»
هغه زیاته کړه، مصنوعي یا له بورې جوړ شوي شات له ګانډیو هېوادونو واردیږي او بیا یې ځیني سوداګر په دغه ولایت کې له اصلي شاتو سره ګډوي.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ د مچیو بل روزونکی عبدالباري وایي: «خلک اصلي او جعلي عسل نه پېژني، جعلي شات ډېر ارزانه وي، خلک یې اخلي، غوښتنه مو دا ده چې زموږ خپلو خالصو عسلو ته بازار پيدا شي او د جعلي شاتو مخنیوی وشي.»
هغه د بېکیفیته شاتو د پلور د مخنیوي او د بازار د کنټرول غوښتنه کوي.
د مچیو فارم یوه کارکوونکي محمدیعقوب وویل: «زما لس کاله کېږي چې د عسلو په فارمونو کې کار کوم، لومړی مو ډېر تکلیفونه وګالل، مچۍ مو مړې شوې، زیانونه راته ورسېدل خو اوس مو چې تجربه ترلاسه کړه، عسل تولیدوو، خو بازار نهلري؛ ځکه د عسلو په نوم نور هغه مواد چې بازار ته راوړل کېږي، زموږ د عسلو په بازار یې بد اغېز کړی دی.»
دغه راز، د شاتو یو کاروباري مسعودشاه احمدي وویل: «په کندهار او ډېرو نورو ولایتونو کې ځیني خلک له اصلي عسلو سره جعلي عسل ګډوي یا هم داسې شات په ارزانه بیه پلوري چې مطلق له بورې یا نورو مصنوعي موادو جوړ وي، دغه کار د کندهار د اصلي عسلو بازار خراب کړی.»
هغه د خالصو او تقلبي شاتو معلومولو لپاره د یوه لابراتوار جوړېدو غوښتنه وکړه.
بلخوا، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر اټکل شوی او د بېکیفیته شاتو د مخنیوي لپاره هم هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، کندهار کې به سږ کال د اټکل له مخې نږدې ۱۰۰ زره کیلوګرامه شات تولید شي، په داسې حال کې چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۰ زره کیلوګرامه شات تولید شوي وو.
د حقمل د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې د مچیو روزنې شاوخوا ۸۰ لوی او واړه فارمونه شته چې لسګونه کسان له همدې لارې خپل کورني لګښتونه پوره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP