رسنیو راپور ورکړی چې په متحده عربي امارتو او عمان کې د سختو ورښتونو او توپان پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
هلمند کې ځایي مسوولین وايي، د وروستیو ورښتونو او توپاني بادونو له امله د دغه ولایت په مارجه او باباجي ولسوالیو کې څه باندې ۱۲۰۰ سولري تختې ماتې شوې او د غنمو شاوخوا ۱۷۰۰ جریب فصلونه یې زیانمن کړي دي.
ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
مسوولین وايي چې پرون په کندهار کې د تېز باد او توپان له امله د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میانمار هېواد په لوېدیځ کې د توپان له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۷۰۰ نور ټپیان شوي او مرستندویانو شاوخوا هغه ۱۰۰۰ کسان ژغورلي چې تر نړېدلو دېوالونو لاندې بند پاتې وو.