Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
فراه کې د یو شمېر سیمو کروندګرو د وچکالۍ له امله خپلې کرنیزې ځمکې پرېیښې او د مزدورۍ لپاره د ولسوالیو او ولایت مرکزونو ته تللي یا کډه شوي دي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت یو معیاري روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غور ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت چارسدې ولسوالي کې د خلکو له خوا د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ اړوند د څلورو لرو پرتو سیمو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کونړ غازياباد ولسوالۍ د دارین سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۱۰۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د هوز سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې.
د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني ولايت د مرکز اړوند د کلای امیرمحمدخان سیمې اوسېدونکو په خپله سیمه کې په شخصي لګښت د يوه لومړني ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره كېښوده.
کابل کې یو شمېر خلک وایي، د امریکا په ګډون د ناټو هېوادونه دې په تېره شل کلنه جګړه کې افغانانو ته د اړولو زیانونو تاوان ورکړي.
غزني ولایت د مرکز اړوند ازادخان کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او ولسواليو کې يې د هغو غيرمسلکي ډاکټرانو او ناراجسټر روغتيايي مرکزونو د فعاليت مخنيوي لړۍ پیل کړې چې خلکو يې په اړه شکايتونه درلودل.
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یې د قزاقستان له استازو سره خبرې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن