Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په اروزګان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
په زابل کې د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې یې تر دغه مهاله ۱۰۵ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې ٦٣ زره جريب غصب شوې دولتي ځمكه بېرته راګرځول شوې ده.
په لغمان کې د غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت او تشخيص تخينکي پلاوی وايي، د دوی د موندنو له مخې په دغه ولایت کې لا هم ۷۸ زره جریب دولتي ځمکه د غاصبینو په ولکه کې ده.
لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټه وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۵۰ زره جریب دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، د پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو او زورواکانو له خوا په دغه ولایت کې ۲۷۹زره ۸۴۰ جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې کار پیل شوی دی.
د عدلیې وزارت مسوولین وایي، په کابل کې یې تر اوسه ۹۲۵۱ جریب دولتي غصب شوې ځمکه تثبت کړې چې له څېړنو وروسته به راوګرځول شي.
د خوست ولايتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې شاوخوا ۶۵ زره جريبه دولتي ځمکه د ځايي اوسېدونکو او يو شمېر زورواکانو له خوا غصب شوې ده.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په تېرو ٢٠ کلونو کې ۲۷زره ۹۸۴ جریب دولتي ځمکې غصب شوې چې د بېرته راګرځولو لپاره یې هلېځلې روانې دي.
د کونړ کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې ۱۵۰۰جریبه کرنیزه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن