Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو چارو وزارت، د کډوالۍ نړۍوال سازمان هغه راپور چې ګواکې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي، ردوي او وایي، ځینې ادارې د دې لپاره چې د تمویلوونکو پام جلب کړي د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي.
د ګلوبل ایکسپرېشن «Global Espression» په نوم سازمان د بیان ازادۍ په اړه راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د نړۍ تر نیمایي ډېر (څلور عشاریه دوه میلیارده) وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي.
اروزګان کې د ښوونځيو د کمښت په تړاو د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) استازو ویلي چې په دغه ولایت ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو پخپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په نا امنیو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی، خو دداعش بریدونه بیا کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناستې سره هممهاله ټاکل شوې چې ریچارد بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل راپور دې ناستې ته وړاندې کړي، اسلامي امارت ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کېږي.
ا.ا د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې ستایي، خو وایي، افغانستان د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي، بايد په شخړو کې د ښکېل او داسې هېواد په سترګه ورته ونه کتل شي چې سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي، د افغانستان اقتصاد د خرابوالي پر لور روان دی خو د دغه هېواد اقتصاد وزارت دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
ذبیحالله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو او ځینو نورو غربي بنسټونو او حکومتونو له ادرسه د اسلامي امارت پر ضد پروپاګنډ روان دي او د افغانستان وضعیت په اړه د ریچارډ بینټ راپور د همدغه پروپاګند برخه ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستي راپور په اړه وایي چې دا ډول راپورونه له تعصبه ډک او د خپلواکۍ او عدم مداخلې له اصولو سره په ټکر کې دي او باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.
اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی او له نړۍوال بانک یې غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو چارې پيل او بشپړې کړي.
کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بیارغونې چارو کې د امریکا څارونکې اداره (سیګار) وايي چې امریکا د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP