Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابینې د سالنګ لارې د موټرچلوونکو شکایتونو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د دې لارې باروړونکو موټرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټوي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحيه کې د ۱۲ کيلومتره په اوږدوالي د جوړېدونکي ۴۰ متره سړک چارو ځنډ ځايي خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ایران کې د افغانستان سفارت له مسوولینو غوښتي چې په دغه هېواد کې افغانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره او په دې برخه کې یې ټولې ستونزې هوارې کړي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رياستالوزرا د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پام کې ده يو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه ترکیې ته سفر وکړي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناسته کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.
د مزار – حیرتان لویې لارې موټرچلوونکي شکایت کوي چې پر دغې لار وخت ناوخت د بادونو له امله ریګونه ډېرۍ کېږي چې له امله یې په ساعتونو لار بنده وي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو د کډوالۍ اسنادو پر تمدید او بېاسنادو کډوالو ته د اسنادو پر ورکولو خبرې کوي.
د پاکستان سفیر د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ډاډ ورکړ، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.
د فراه د مرکز د احمداباد سیمې یو شمېر خلک شکایت کوي چې د بادونو له امله د شګو ډېرۍ کېدو یې ژوند خورا سخت کړی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته د حل یوه لار ولټوي.
د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، له دوو لسیزو راهیسې په ټوله ولسوالي کې جراح ډاکټر او مجهز روغتیايي مرکز نشته او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ښرنې او نورو ولایتونو لېږدوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن