Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې يوه پلې لاره او د سړک يوه برخه د څه باندې لس ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شول.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
ځایي مسوولین وايي چې په جوزجان کې د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې او د نیمروز په مرکز زرنج کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت د ځانګړې لوا له لوري له پریان ولسوالۍ د بدخشان بهارک ته غځېدلی نږدې ۳۰۰ کیلومتر سړک جوړیږي او د ۵۰ کیلومتره چارې یې ترسره شوې دي.
د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ کې د خلکو په اته میلیونه افغانۍ لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.
د پروان د سیاهګرد ولسوال وايي چې د دې ولسوالۍ د تنګ قمچاق له درې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ تر وروستۍ سیمې پورې پنځوس کیلومتره سړک د خلکو او حکومت په مرسته جوړیږي.
د کابل ښار دوولسمې ناحيې اړوند د محبس له څلور لارې تر سليمکاروان سړک پورې د څه باندې ۱۰۷ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالي کې د خلکو په شخصي لګښت د ۲۷ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پنځه کاله مخکې دغه ولایت ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی، خو لا هم ورته اساسي سړک نه دی جوړ شوی، هوټلونه نهلري او هیڅ ډول بنسټیزه پروژه پهکې نه ده پلې شوې.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۲سوه مترو په اوږدوالي د يوه سړک د بيارغونې چارې پیل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن