منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:58 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونه

کاپیسا کې د څه باندې ۳۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

· 1 دقیقه لوستل · 229 کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې سړک جوړولو چارې چې څه باندې ۳۶۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي، پیل شوې.

د ټولګټو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ ویلي چې دغه سړک شاوخوا ۱۳.۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې د تګاب ولسوالۍ او بدراب دره د کاپیسا له مرکز محمودراقي سره نښلوي.

سرچینې لیکلي، د دې پروژې چارې خصوصي سکټور ته ورکړل شوې چې د ۱۶ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي او ټول څه باندې ۳۶۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

سرچینې زیاته کړې، د یاد سړک د کار په پیلېدو سره د سيمې اوسېدونکي خوښ دي او وایي چې دا ډول پروژې د سیمې د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ډېرې اړینې دي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو د تطبیق چارې پیل کړې دي.