په غزني ولایت کې یو شمېر بزګران وایي چې د وچکالۍ له امله یې سږ کال د غنمو حاصلات د پام وړ کم شوي او غوښتنه کوي چې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو او نورې مرستې دې ورسره وشي.
د غزني د کرکټ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کرکټ ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال انټرکلب ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
دغزني ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو تفریحي پارکونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني د پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۷۱ ښوونځیو له ډلې شاوخوا ۲۵۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې د ونو او دیوالونو سیورو ته زدهکړې کوي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلی او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د غزني والي د سیمهییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه کې له خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ او اطلاعاتو ته پر لاسرسی ټینګار کړی دی.
د غزني ښاروالي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۱.۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د کانونو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۵۰ میلیون افغانیو په پانګونه د ګچو یوه کان د کیندنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.
د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې د دغه ولایت په اندړو او قرهباغ ولسوالیو کې یې په جبري نکاح د څلورو نجونو ورکولو مخه نیولې ده.