د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت یوه چورلکه چې هریرود سیند کې د ډوب شوو کسانو د مړو را ایستلو په موخه یې الوتنه کړې وه، د بېړنۍ ناستې پرمهال لوېدلې چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د ملي دفاع وزارت یوه چولکه غورځېدلې ده.
غور کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د هریرود سیند ته د یوه فلانکوچ موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ژغورل شوی دی.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یو ځوان له غره لوېدلی او مړ شوی دی.
په غور ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله ۱۶۰ پسونه تلف شوي دي.
غور کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۸۰ ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې دي.
مسوولینو د اختر په مناسبت د غور له زندانه د ۹ ښځو په ګډون د ۵۰ زندانیانو خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.
د غور سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې له غره د ډبرې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د غور د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو له هڅو خبر ورکوي او وایي، په دغه ولایت کې د شته ښوونځیو له ډلې څه باندې اویا سلنه یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې او تر خېمو لاندې درسونه وايي.
کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): د غور امنیه قومانداني هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د اسلامي امارت کسانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ په
د غور امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي او د هغه اووه کلنه لور په فیروزکوه ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.