Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فارياب ولايت روغتيايي مسوولینو د مور له شېدو د تغذیې نړۍوالې اوونۍ د نمانځلو په مراسمو کې، په روان کال کې د ۱۱۷۳۰ ماشومانو پر شديدې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغې ناروغۍ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د مچیو چیچلو پېښو د زیاتېدو خبره کوي او وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې دوه کسان د مچیو چیچلو له امله مړه شوي دي.
په فاریاب ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، د مېمنې پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه امنیتي منسوبین مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
. . .
په فاریاب ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په مېمنې ښار کې یوه ښځه د خپل مېړه له لورې وژل شوې ده.
په فاریاب کې ځيني بڼوال د مارکېټ او سړو خونو له نشتونه شکایت لري او وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د مېوو بیه ۵۰ سلنه ټیټه ده.
د فاریاب ولایت سیمهییز مسوولان په قیصار ولسوالۍ کې د ۱۸ کیلومتره سړک د جغل اچونې او ترمیم چارې د پيلېدو خبر ورکوي، زیاتوي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ۸۰ کلیو د مواصلاتي لارو ستونزې هوارې شي.
د فاریاب والي په دغه ولایت کې د سیمهییزو رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې وویل چي د خبریالانو ستونزې به په جدي ډول تعقیبوي او د حل لپاره به یې کار کوي.
په فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو اووه کلن ماشوم مړ او ۸ کسان نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن