ژبه

رباب فاطمې د یوناما د نوې مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه

زرغونه صالحي

۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۷

۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) نوې مشره رباب فاطمه کابل ته راغلې او خپله دنده یې پیل کړې ده.

یوناما نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې رباب فاطمې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه په ملي او نړۍواله کچه د عامه خدمتونو په برخه کې له ۳۰ کلونو ډېره کاري تجربه لري او په دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسۍ، پالیسي جوړونه او د پروګرامونو د طرحې او پلي کولو په برخو کې تجربه لري.

هغې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږ پرمختللو او په وچه کې راګېر هېوادونو په چارو کې د دغه سازمان د استازې په توګه دنده ترسره کوله.

فاطمه له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۲ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګله‌دېش سفیره او دایمي استازې وه او له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۹ کال پورې یې په جاپان کې د دغه هېواد د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.