Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ا.ا مشر شیخ هبتالله اخندزاده په خپله اختریزه وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ساتنه ټینګار کړی، د فلسطین له خلکو سره یې همدردي ښودلې او امریکا یې پر مسلمانانو د ظلم سرلښکره بللې ده.
نن د مرکز کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
اسلامي امارت وایي، د حماس غورځنګ مشرانو د اسرئیلو پر وړاندې د خپل نه ستړيکېدونکي مقاومت یو داسې میراث پرېښود چې د نسلونو لپاره به د عزت، زړورتیا، مقاومت او د فلسطین د خپلواکۍ مبارزې ته د نه ماتېدونکې ژمنتیا یو مثال وي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې، ټول هغه غیرامریکایي وګړي او محصلین چې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې یې برخه اخیستې ده، له دغه هېواده ایستل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د افغانستان د فوټبال له شلو کلونو کمعمره ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له فلسطین سره لوبه کوي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له ټولو هېوادونو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د سولې ټینګښت لپاره فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
د راپورونو له مخې، د سلوانیا حکومت نن د هغې پرېکړې د تصویب اعلان کړی چې له مخې یې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا هېوادونو له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندلو پرېکړه یو مثبت ګام بللی دی.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست په ترکیه کې د علماوو مشورتي غونډې ته په وینا کې له اسلامي نړۍ غوښتي چې فلسطین کې د جنایتونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره او له فلسطینانو قاطع ملاتړ اعلان کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې غړو په دغه سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په غوڅ اکثریت تصویب کړ.
د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو امریکا کې د فلسطین ملاتړو له لاریونوالو سره د پولیسو پر چلند اندېښنه ښودلې او لاریونوالو د کلمبیا پوهنتون «هامیلتون» تالار ته په ننوتو د ويتنام جګړې يادونه تازه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP