Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فلسطین او اسرائیل په تړاو د ملګرو ملتونو ناسته پر ایران د برید له امله وځنډېده

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د فرانسې ولسمشر اعلان کړی چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د حل‌لارې پیدا کېدو په موخه د فرانسې او سعودي عربستان په کوربه‌توب د ملګرو ملتونو ناسته پر ایران د اسرائیل له نظامي برید وروسته ځنډېدلې ده.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون (جمعه) په یوه خبري ناسته کې ویلي چې دغه ځنډ نه شي کولای د دواړو هېوادو ترمنځ د حل‌لارې مخ ته وړلو لپاره اراده ضعیفه کړي.

نوموړي زیاته کړې: «په هر ډول شرایطو کې ما د فلسطین هېواد د رسمیت پېژندلو لپاره خپله اراده اعلان کړې ده.»

هغه څرګنده کړې چې له لوژستیکي نظره، د فلسطین استازي او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په سیمه کې د نظامي ترینګلتیاوو ډېرېدو له امله سفر نه شي کولای.

هغه څرګنده کړې چې یاده ناسته به ژر تر ژره بیا تنظیم شي.

دوو سرچینو مخکې له دې رویټرز ته ویلي وو چې یاده ناسته به د اسرائیل له بریدونو وروسته وځنډول شي؛ ځکه له لوژستیکي نظره به د سیمې هېوادونو لپاره په ناسته کې ګډون کول ستونزمن وي.

د راپورونو له مخې، امریکا مخکې له دې د نړۍ له هېوادونو غوښتي وو څو د فلسطین او اسرائیل موضوع احتمالي حل‌لارې په اړه د ملکرو ملتونو په ناسته کې ګډون ونه کړي.

د یادې ناستې د جوړېدو هدف، د فلسطین دولت جوړېدو لپاره یو چوکاټ جوړول دي، په داسې حال کې چې د اسرائیل امنیت هم خوندي پاتې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.