کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): نن د مرکز کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
دغه لاریونونه نن د جمعې له لمانځه وروسته په مرکز کابل او بلخ، ننګرهار، پکتیا، هلمند، پنجشېر، کونړ، هرات، فاریاب، جوزجان، غزنی، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره شول.
لاريونکوونکو «مرګ پر اسرائيل»، «غزه وژغورئ» شعارونه ورکول او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دونالډ ټرمپ انځورونه چې په سره رنګ پرې چلیپا کښل شوې وه، له ځانونو سره لېږدول.
کابل کې د لاریون یوه ګډونوال عبدالبصیر پژواک ته وویل چې نن د فلسطین ولس د ملاتړ په موخه د ښار واټونو ته راوتلي دي.
دی وايي، دوی د فلسطین له خلکو سره ولاړ دي او دفاع یې کوي.
نوموړي د اسرائیلو له لوري پر غزه بریدونه وغندل او د درېدو غوښتنه یې وکړه.
کابل کې د لاریون یو بل ګډونوال احمدګل وایي: «په فلسطینیانو ظلم کېږي، ویني یې روانې دي پر هغوی سر ورکوو، ولاړیو ورسره او ملاتړ یې کوو.»
همدارنګه، کونړ کې د لاریون یو ګډونوال مولوي منیب پژواک ته وویل: «د اسراییل اشغالګرو ځواکونه پر فلسطیني مسلمانانو مصنوعي قحطي راوستې او هره ورځ د زرګونو بېګناه خلکو ویني تویوي او د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستره نسلوژنه یې روانه کړې ده.»
هغه د نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ چې په عملي توګه دې د اسراییلو خلاف د فلسطین له خلکو سره ودرېږي څو فلسطین د اسراییلو له اشغاله ازاد شي.
پکتیا ولایت کې د غزې د خلکو په ملاتړ د لاريون یوه ګډونوال محمدعمر فضلي وويل: «موږ د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې غزې ته له ورڅيرمه هېوادونو سره خبرې وکړي او د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو مجاهدينو ته غزې ته د ورتګ لاره ورکړي څو د غزې محاصره ماته کړي.»
دغهراز په کابل او ولایتونو کې د مسجدونو ملا امامانو هم په خپلو خطبو کې په فلسطین کې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت رییسالوزرا ویلي په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري نسلوژنه روانه ده او نړۍوال باید د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره عاجل او مثبت اقدامات وکړي.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه چې تراوسه پورې دوام لري.
د راپورونو له مخې، د جګړې له پیله تراوسه د اسرائیلو بریدونو کې څه باندې ۵۴ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۲۳ زره کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP