کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د ا.ا مشر شیخ هبتالله اخندزاده په خپله اختریزه وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام پر ساتنه ټینګار کړی، د فلسطین له خلکو سره یې همدردي ښودلې او امریکا یې پر مسلمانانو د ظلم سرلښکره بللې ده.
په کندهار کې د لوی اختر لمونځ د اسلامي امارت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده په امامت ادا شو چې زرګونه کسانو پهکې ګډون کړی و. له لمانځه مخکې نوموړي اوږده وینا وکړه او پهکې یې د اسلامي ارزښتونو، ټولنیزې همکارۍ، اقتصاد، شریعت، جهاد، د ښځو حقونو، فقر او نړۍوال سیاست په اړه څرګندونې وکړې.
د اسلامي امارت د مشرتابه وینا د اختر د ورځې د روحیې په بیانولو سره پیل شوه؛ هغه وویل: «لوی اختر د خیرات ورځ ده، د کومک او امداد ورځ ده، په دې ورځ تاسو له یتیمانو، کونډو او غریبان سره مرسته کوئ، دا صدقې او خیراتونه ستاسو د ګناهونو د لرې کېدو سبب ګرځي.»
هغه زیاته کړه: «هیڅوک له ګناه نه دي خلاص، د هغې کفاره په خیرات او امداد کې ده، دا نیکۍ بدۍ لرې کوي.» د اسلامي امارت مشرتابه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له حدیث نه هم یادونه وکړه چې په عیدګاه کې یې ښځو ته وویل: «خیرات وکړئ! ما تاسو ولیدئ جهنم ته داخل شوي یاست، اکثره تاسې ښځې واست.»
شیخ هبتالله اخندزاده وویل، که څه هم افغان ولس له سختیو، جنګونو، فقر او غربته تېر شوی، خو د عقیدې ساتنه یې کړې ده.
د هغه په وینا: «که دا د ملکیت جنګ وای، اوس به هم روان وای، دا د اسلام، ایمان او عقیدې جنګ و؛ افغانانو قربانۍ ورکړې، خو دین او مذهب یې وساته.»
هغه پر خلکو غږ وکړ چې له یو بل سره مرسته وکړي، خپل تجارتونه، راکړې ورکړې او اقتصادي خودکفايي ته پام وکړي. هغه وویل چې فقر یوه اسلامي ازموینه ده، هم امارت او هم رعیت ته لازمه ده چې یو بل ته لاس ورکړي.
د اسلامي امارت مشر وویل: «همت ته اړتیا ده، لکه څنګه چې د جنګ میدان وګټل شو، دا اقتصادي میدان هم وګټئ، غنیان دې له خپلو غریبو وروڼو سره مرسته وکړي، د نورو مرستو ته مه ګورئ، موږ به خپله ستونزې حلوو، خپلې خرابۍ خپله ابادې کړئ.»
ده ټینګار وکړ چې د افغانستان نظام باید اسلامي او شرعي پاتې شي او د شریعت خلاف به یو ګام هم نه اخیستل کېږي.
د هغه په خبره: «دا اسلامي نظام دی، ډیموکراسي نه ده، دا موږ تجربه کړه چې ډیموکراسي د انسانیت له نظره کامیابه نه ده، دا شریعت او اسلامي نظام دی چې کامیابي راولي.»
هغه له خلکو وغوښتل چې د علماوو اطاعت وکړي، پوښتنې ترې وکړي او له اختلافاتو ډډه وکړي.
شیخ هبتالله اخندزاده د ښځو د تعلیم، کار او ازادیو په اړه نړۍوال انتقادونه رد کړل ویې ویل: «ما ښځو ته عزت ورکړ، پرده مې لازمي کړه، فحاشي مې ختمه کړه، تا [امریکا] څه وکړل؟ تا ټوپک پر سر ورنیولی، بمبار کوې، ماشومان د مور په غېږ کې نه پرېږدې، دا ستا بشردوستي ده؟.»
د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده په خپله وینا کې د نشهيي توکو پر بندیز ټینګار وکړ، ویې ویل چې دغه کار یې د سیاسي امتیاز لپاره نه، بلکې د اسلامي عقیدې له مخې کړی دی.
هغه څرګنده کړه چې نشهيي توکي په اسلام کې حرام دي، له همدې امله یې کرکيله، تولید، قاچاق او استعمال ټول منع اعلان کړي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره همدردي وښوده او امریکا یې د ظلم سرلښکره وبلله.
هغه وویل: «پر فلسطین یرغل روان دی، لکه دلته چې و؛ دا د ظلم مشري امریکا کوي، اوربند یې وېټو کړ، دا ظالمه امریکا پرون په افغانستان کې وه، نن په فلسطین کې ده.»
هغه زیاته کړه چې افغان ولس باید له امریکا او نورو کفري نظامونو ځان وساتي او اسلامي وحدت ته متوجه شي.
په پای کې د اسلامي امارت مشر پر ټولو مسلمانانو غږ وکړ چې سره یو شي او د اسلام، عقیدې او دین د ساتنې لپاره متحد پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP