لوګر کې د سوېلختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د خوست لوبډلې وګټله.
د لوګر په ازره ولسوالۍ د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په لوګر او ننګرهار د اوبو د دوو نورو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت وايي، د لوګر په کوربهتوب د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر سیندیزې حوزې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څلورو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت اووه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
لوګر کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د «ژمني جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه پلاوي لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بېسرپرسته ماشومانو او ځوانانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکز پرانیست.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم او درې ولسوالیو کې درې کرنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، لوګر کې د نږدې ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اووه چکډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د «سرخاب» اوبو بند رغولو چارې پیل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې یې هغه څلور کسان نیولي چې فېسبوک او واټسپ کې یې د نجونو په نوم ادرسونه لرل او له خلکو به یې پیسې اخیستې.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې «له یتیمانو د ملاتړ بنسټ» په همکارۍ له شاوخوا زر ځوانانو د سیرتالنبي ازموینه واخیستل شوه.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «سلیمان کلا» سیمه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.