د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي چې سږ کال له دغه ولایته د ۳۵۰ میلیون افغانيو په ارزښت کرنیز محصولات، قیمتي ډبرې او نور توکي صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځوانانو علمي کچې لوړولو په موخه ۱۶ علمي سیالۍ ترسره شوې دي.
د لوګر د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي چې شاوخوا ۲۰۴۱ معلولین او د شهیدانو ورثه کورنۍ خیالي تثبیت شوي او د حقوقو له لېسته یې ایستلي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په راتلونکي ښوونیز کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت ۱۲ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېږي.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په مرکز پلعلم، خروار او محمداغې ولسوالیو کې شاوخوا ۷ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې سږ کال د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون د پنځو ولسوالیو د سواد زدهکړو له ۷۴ ټولګیو ۱۳۷۰ کسان فارغ شوي دي.
د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي مرسته یې په دغه ولایت کې له ۱۸۰۰ یتیمانو سره د ژمنیو جامو مرسته کړې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې څلور کسان د ۱۶ کیلوګرامه نشهيي، یو موټر او نورو توکو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د لوګر ولایت برېښنا ریاست وایي چې په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې څه باندې درې زره کورونو ته برېښنا وصل کړې ده.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زدهکړو له ۷۰ کورسونو ۱۰۲۴ کسان فارغ شول.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.
لوګر کې د سوېلختیځ زون په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د خوست لوبډلې وګټله.