ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

لوګر کې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

author avatar
19 Feb 2024 - 15:52
لوګر کې ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
author avatar
19 Feb 2024 - 15:52

پل‌علم (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په مرکز پل‌علم، خروار او محمداغې ولسوالیو کې شاوخوا ۷ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک ته وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لور په مرکز پل‌علم او دوه ولسوالیو کې د سړکونو، کارېزونو، د اوبو حوضونو، ذخیروې بندونو او محافظوي دېوالونو د بیارغونې پروژو کې شاوخوا ۷ سوه ځوانانو ته د راتلوونکو شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوه.

نائب‌خېل زیاته کړه چې هر ګارېګر ته به د میاشتې د کار په بدل کې ۶۴۰۰ افغانۍ تنخوا ورکول کېږي او نږدې ورځو کې به ورته پروژې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پيل شي.

بل لورته خلک هم د دغو پروژو پیلېدو ته خوښ دي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالطیف پژواک ته وویل چې په دغه شان پروژو کې هم خلکو ته کار پیدا کېږي او هم یې په سیمه کې د بیارغونې چارې ترسره کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې ورته پروژې دې د لوګر په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم پيل شي چې وزګارو کسانو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د خوړو نړۍوال پروګرام(WFP) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې سلګونه وزګارو کسانو ته په رغنیزو پروژو کې د کار زمینه برابره شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.