د اوبو او برېښنا سرپرست وزير وايي، هڅه کوي پر هغو بندونو کار پيل کړي چې په لږ لګښت ډېرې اوبه او برېښنا ترې ترلاسه کېږي.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د کرومایټ ډبرو یوه ستر کان کیندلو چارې پيل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د يو کس جسد موندل شوى چې په چړو وژل شوى دى.
د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغه او خروار ولسوالیو کې د ۸۸ میلیون افغانیو په لګښت درې کرنیزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې درې کسان په یوه څاه کې ګاز نیولي چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور مسموم شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم په دغه ولايت کې د ديني مدرسو لپاره څه باندې ٧٠٠ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي.
د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د لرګيو په ټالونو کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک، محمداغه، څرخ، خوښۍ او ازره ولسوالیو کې ۳۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو او بنګو پاکه شوې ده.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کانونو وضعیت ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کانونو د څار په موخه لس کسیزه کمېټه جوړه کړه.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند بابوس سیمه کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی دى.
د لوګر د بدنې روزنې امریت وایي، د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګ او غزني ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د کانګفو دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د کرنې ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام له لوري په خروار ولسوالۍ کې شاوخوا ۶ زره مالدارانو ته د حیواني خدماتو وړاندې کولو یو مرکز پرانیستل شو.