د لوګر یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې حکومت دې د ولس اساسي ستونزو ته رسېدنه او د بیارغونې پروژې دې بېرته پيل کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د مرکز پلعلم په ګډون په ازرې، خروار، څرخ، محمداغه، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د نشهیې توکو د قاچاق او کرکېلې مخنیوي په موخه ۴۵۰ عملياته ترسره شوي دي.
پلعلم (پژواک، ٧ زمرى ١٤٠٢): لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پيل او یو جومات ګټې اخیستنې ته
د لوګر په مرکز پلعلم کې د مولانا محمدعلیم بسمل د تازه چاپ شوي کتاب «د یرغمید دره» مخکتنه وشوه.
د لوګر کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د تازه ميوو په حاصلاتو کې څه باندې لس سلنه زياتوالى راغلى دى.
لوګر کې روغتيايي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د ٧٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوو څلورو روغتيايي مرکزونو فعاليت پيل کړ.
لوګر يو شمېر کروندګر وایي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې او کروندګر هر کال له دې لارې سلګونه زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د ٢٧٦ ښوونځيو له ډلې ۷۶ يې ودانۍ نه لري چې له امله یې زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د پنځو ولایتونو د ٦٤ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سيالۍ چې تېره اونۍ پیل شوې وې، نن د دغه ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې شاوخوا زر جریبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې دي.