د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د پنځو ولایتونو د ٦٤ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سيالۍ چې تېره اونۍ پیل شوې وې، نن د دغه ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې شاوخوا زر جریبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې دي.
د لوګر ولایتي روغتون مسوولین وايي، په تېره يوه اونۍ د نسناستي پر ناروغۍ اخته ۲۰۰ ماشومان دغه روغتون ور وړل شوي چې له ډلې يې يو ماشوم مړ شوى دى.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، اوس مهال د دغه ولایت په دولتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې ټولې ١١٠ قابلې کار کوي چې ښځینه ناروغانو ته بشپړ خدمات نه شي وړاندې کولی او هڅه کوي په یادو روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېر کړي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت ښوونځیو پر شاوخوا ۲۱ زره زدهکوونکو درسي توکي وېشل کېږي.
اټلانټا (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له خوا د جوارګرۍ او زرکانو جنګولو په تور نیول
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.
د لوګر د کرکټ امریت وايي، د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې چې يوه مياشت به دوام ولري.
د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۳ پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر حکومتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د سېلابونو راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جريب کرنيزې ځمکې ويجاړ شوي دي.
د لوګر امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.