ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېرېږي

د لوګر په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېرېږي

author avatar
19 Jun 2023 - 16:50
د لوګر په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېرېږي
author avatar
19 Jun 2023 - 16:50

پل‌علم (پژواک، ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۲): د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، اوس مهال د دغه ولایت په دولتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې ټولې ١١٠ قابلې کار کوي چې ښځینه ناروغانو ته بشپړ خدمات نه شي وړاندې کولی او هڅه کوي په یادو روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېر کړي.

هغوى وايي، په مرکز پل‌علم او د ولسوالیو په دولتي روغتونونو کې د قابلو د ښه فعالیت له امله د مور او ماشوم مړینې کچه ټیټه شوې او هڅې يې پیل کړې چې په لرو سيمو کې د قابلو شمېر لوړ کړي.

د لوګر عامې روغتیا ريیس حافظ سیدالرحمن قادري پژواک ته وویل، اوس مهال د ټول ولایت په کچه په دولتي روغتونونو کې ۱۱۰ قابلې کار کوي خو زياتوي چې دغه شمېر قابلې د دغه ولایت ښځینه ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي وايي، هڅه کوي د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په مرکز پل‌علم او د ولسوالیو په دولتي روغتونونو کې د ښځینه قابلو شمېر ډېر کړي.

قادري زیاته کړه: «موږ روغتیا وزارت او یو شمېر مؤسسو ته وړاندیزونه کړي چې زموږ په دولتي روغتونونو کې د قابلو شمېر ډېر کړي څو ښځينه ناروغانو ته ښه خدمات ترسره شي.»

دغه راز د لوګر ولایتي روغتون یوې قابلې صدف صالح هم پژواک ته وویل چې په دغه ولايت کې شته قابلې د ښځينه ناروغانو لپاره بسنه نه کوي، بايد شمېر يې لوړ شي.

د نوموړې په خبره، اړتیا ده چې د عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتونونو کې نورې ښځینه ډاکترانې او قابلې هم پر دندو وګوماري څو مراجعينو ته په سمه توګه رسېدنه وشي.

دغه راز د لوګر اوسېدونکې فاطمه وايي، که څه هم په دې وروستو کې روغتيايي خدمات ښه شوي خو بيا په لرو سيمو کې د زېږون پر مهال ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

دې هم ټينګار وکړ چې د عامې روغتيا رياست بايد په ولسواليو کې د قابلو او ډاکټرانو شمېر ډېر کړي څو د خلکو ستونزې په اسانه حل شي.

د يادونې ده، د ټول لوګر ولايت په کچه دوه ښځينه متخصصي ډاکټرانې فعاليت کوي.

Views: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.