ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سېلابونو شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې له منځه وړې

لوګر کې سېلابونو شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې له منځه وړې

author avatar
1 Jul 2023 - 14:42
لوګر کې سېلابونو شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې له منځه وړې
author avatar
1 Jul 2023 - 14:42

پل‌علم (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې شاوخوا زر جریبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې دي.

د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند شاهدالله همراز پژواک خبري آژانس ته وویل، دا سېلابونه د تېرې اونۍ د سه‌شنبې په ورځ د ازرې ولسوالۍ په کڅوالو، ببرو، اکبرخېل، برې چوترې، کوزې چوترې، جان خېل، منځوام، تنګ دره او منګلو کليو کې راوتلي وو.

همراز زیاته کړه، د یادو سېلابونو له امله خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو شاوخوا زر جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې له منځه وړي دي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې ډېر ژر به د سروې یو ټيم هم دې ولسوالۍ ته ورشي څو خلکو ته د اوښتو زيانونو کره معلومات را ټول او مرستې ورسره وشي.

دغه‌راز د ازرې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي رحیم‌الله پژواک ته وویل، د ورستیو سختو اورښتونو او سيلابونو له امله په ازرې ولسوالۍ کې عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

نوموړی زیاتوي، د یادو سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه له منځه تللي او یو شمیر کورونه او د ښوونځيو ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د ازرې بل اوسیدونکي عبدالستار پژواک ته وویل چې وروستيو سېلابونو ډېرو خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.

هغه وايي: «د سېلابونو له امله په ازرې ولسوالۍ کې د هیچا کرنیزې ځمکې او باغونه خوندي نه دې پاتې او ډېر فصلونه له منځه تللي دي.»

ده همدارنګه د لوګر ولایت په ولایتي ادارې او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د ازرې ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو کروندګرو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند په بابوس او کلنګار سیمو کې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي وو چې د ولایتی مسوولینو په وینا، له امله یې کروندګرو ته شاوخوا ۵۳ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی و.

Views: 1260

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.