منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۳ کتنې

پل‌علم (پژواک، ٧ زمرى ١٤٠٢): لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پيل او یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د سولې بنسټ په مالي ملاتړ یې په محمداغې ولسوالۍ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړیدو چارې پيل کړي دي.

د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي سیدامین هاشمي پژواک ته وویل، دغه کانال د محمداغې ولسوالۍ په «سفیدسنګ» سیمه کې موقعیت لري او د درېیو میاشتو په موده کې به د سولې بنسټ له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هاشمي زیاته کړه چې د یاد کانال له جوړېدو سره به ۱۰۲ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د یادې پروژې له عملي کېدو څخه يې موخه د کرنې برخه کې د اوبو ضایعاتو مخنیوی، وزګارو کسانو ته کار پيدا کول او د لوګر له کروندګرو ملاتړ دى.

بلخوا د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-لوګر عمومي سړک پرغاړه د محمداغې ولسوالۍ مقام ته څېرمه د الوطن خېریه بنسټ په مالي ملاتړ یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه جامع جومات په یو جریب ځمکه کې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ میاشتو په ترڅ کې جوړ شوی چې په یوه وخت کې د شاوخوا ۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

یاد جامع جومات نن د کورنیو چارو او حج اوقافو وزارتونو د یو شمیر لوړپوړو مسوولینو په حضور کې پرانستل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه