لوګر کې حکومتي مسوولین وايي، په مرکز پلعلم کې ۳۵۰ کیلوګرامه هېرويين او تریاک کشف او ترلاسه شوي چې په تړاو يې څلور کسان هم نیول شوي دي.
پلعلم (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د شاوخوا سل
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې په برخه کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو ښوونځيو ته د ښوونکو د خالي ۲۵۰ بستونو ډکولو لپاره له شاوخوا زر ښځينه او نارینه کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
د لوګر د کلیو پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ د شاوخوا اتو میلیونو افغانیو به لګښت د څښاک پاکو رسولو د شپږو شبکو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ١٣٦ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شاتو مچيو د سلو فارمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د یوې تازه سروې له مخې په دغه ولایت کې پنځه نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کرومايټ ډبرې پروسس د يوې فابريکې جوړېدو چارې پيل شوې.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز پُلعلم او څرخ ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته د ۱۸ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.