منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۷ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د سل میلیون افغانیو په لګښت رغنیزې پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۵۸ کتنې · تازه شوی

پل‌علم (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د شاوخوا سل میلیونه افغانیو په مالي مرسته ۱۲۰ رغنیزې پروژې پلې کوي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسؤول صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملګرو ملتونو له لوري عملي کېږي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

نائب‌خېل زیاته کړه، په یادو پروژو کې د څښاک پاکو اوبو شبکو، کانالونو، کاریزونو، سړکونو، چکډیمونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو ۱۲۰ پروژو له ډلې تراوسه د ۲۰ رغنیزو پروژو عملي کار پيل شوی چې شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل چې د سل نورو پروژو سروې پیل شوې او ژر به یې د عملي کېدو چارې پيل شي.

بلخوا د لوګر اوسېدونکي هم د دغو پروژو تطبیق ته خوښ دي.

د خوښۍ ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالستار پژواک ته وویل چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به د څښاک او کرنې اوبو، سړکونو او استنادي دېوالونو په برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د یادو پروژو په عملي کېدو سره به سلګونو کسانو د کار زمینه هم برابره شي.

باید وویل شي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ په خوښۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۲۰ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized