د لوګر د پوهنې ریاست وایي، یوه کس په خپل شخصي لګښت یو مرکز پرانیستی چې ۸۰۰ یتیم او بېوزله ماشومان په کې په وړیا توګه زدهکړې کوي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پلعلم کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کبانو تولید او روزنې دولتي فارم جوړېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د پنځه چکډیمونو د جوړیدو عملي چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNCHR) له لوري په مرکز پلعلم کې یوه روغتیايي مرکز ته ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز پلعلم ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو چې په کې زرګونه ټوګه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ د اوبو بند بیارغولو لپاره سروې بشپړه شوې او چارې به یې د سل میلیون افغانیو په لګښت په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
لوګر او کونړ کې پر فلسطینیانو د اسرائیلي ځواکونو بریدونو غبرګون کې لاریونونه وشول.
د لوګر برهکي برک ولسوالۍ د ایمرجنسي روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
لوګر کې چارواکي وایي، د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت برهکي برک ولسوالۍ ته د برېښنا مزي غځولو چارې پیل شوې.
د لوګر والي د دغه ولایت د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په ګډه ناسته کې ویلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې به اسانتیا رامنځته کړي.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست وایي چې برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې د پوهنې په برخه کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د اتو رغنیزو پروژو د عملي کېدو چارې پيل شوې.