ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سلګونه جریبه کوکنار او بنګ له منځه وړل شوي

لوګر کې سلګونه جریبه کوکنار او بنګ له منځه وړل شوي

author avatar
14 Aug 2023 - 15:05
لوګر کې سلګونه جریبه کوکنار او بنګ له منځه وړل شوي
author avatar
14 Aug 2023 - 15:05

پل‌علم (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌‌علم، بره‌کي برک، محمداغه، څرخ، خوښۍ او ازره ولسوالیو کې ۳۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو او بنګو پاکه شوې ده.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک ته وویل چې د اسلامي امارت رهبرۍ له حکم سره سم له تېرو درېیو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د نشه‌يي توکو د له منځه وړو کمپاين پيل شوى دى.

هغه وايي چې په دې موده کې په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک، محمداغه، څرخ، خوښۍ او ازره ولسوالیو کې ۳۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو او بنګو پاکه شوې ده.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، تر اوسه داسې کومه سروې نه ده شوې چې په دغه ولايت کې په څومره ځمکه کوکنار او بنګ پاتې دي خو د له منځه وړلو کمپاين يې اوس هم روان دی.

بل لور ته د لوګر اوسېدونکي هم د دغه کمپاين هرکلى کوي.

د ازرې یوه اوسېدونکي رحیم‌الله پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو سلګونه جریبه کوکنار او چرس له منځه وړي دي.

نوموړی زیاتوي چې حکومت دې د ازرې ولسوالۍ کروندګرو ته د کوکنار او بنګو بدیل پیدا کړي او د نشه‌یي توکو د تولید او کارونې زیانونو په اړه دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي نصرت‌الله پژواک ته وویل چې تر ډېره یاد بوټي د دغه ولايت په ازره ولسوالۍ کې کرل کېږي.

دى وايي: «موږ د حکومت له لوري د مخدره توکو او د هغو د کښتونو له منځه وړلو هرکلى کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د لوګر امنيې قوماندانۍ مسوولينو يوې خبري ناستې ته ويلي وو چې سږ کال یي په دغه ولايت کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او کاروبار پر وړاندې ٤٥٠ ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.