لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) په مالي مرسته، د صلاحالدین ایوبي په نوم یوه ښوونځي ته د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې د اسلامي نظام او د ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د کونګفو توا ورزش یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې چې پهکې ۱۴۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
مسوولین وایي، د غزني او لوګر شپږو ولسوالیو کې د ۱۳۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۲ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۱۳ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
په لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ماشومانو کې د نسناستې ناروغي په بېساري ډول ډېره شوې ده.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په لومړي ځل د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په «منګل دره» کې د شاعرانو او ليکوالو په ملاتړ د ولایت په کچه مشاعره جوړه شوه.
لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د کاشان اوبو سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په سپارښتنه د دغه ولایت په مرکز پلعلم او د شپږ ولسوالیو لرو پرتو سیمو کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي.
د لوګر د کرنې ریاست مسؤولین وایي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون پنځو ولسوالیو کې ۶۵ شنې خونې جوړوي.