د راپورونو له مخې، په سوېلي کوریا کې یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې چې په کې لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه شوي دي.
د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له ایران سره د هغه چورلکې لوېدو پېښې په تړاو پلټنې ته چمتو دی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي او څو نور لوړپوړو چارواکو په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت یوه چورلکه چې هریرود سیند کې د ډوب شوو کسانو د مړو را ایستلو په موخه یې الوتنه کړې وه، د بېړنۍ ناستې پرمهال لوېدلې چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کوکچې سیند ته د یوه موټر لوېدو پېښه کې یو نظامي منسوب مړ شوی دی.
د هندي رسنیو له قوله، د هند په ماهاراشترای ایالت کې د یوه پله جوړولو پر مهال د جرثقیل لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ کارګران مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د مکسیکو هېواد په سوېل کې کندې ته د یوه بس لوېدو پېښه کې ۲۹ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د زرمینځنې یوې کارخونې چت لوېدو له امله دوه کانکیندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
په هندوستان کې يوه کانال ته د مسافرو بس موټر د لوېدو له امله ٤٢ کسان مړه شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، نن مازيګر مهال د ملي اردو يوه چورلکه د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سيمه کې لوېدلې او د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان په کې وژل شوى دى.