. . .
د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات له زلزلهځپلو سره ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزلهځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر رییس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلې کولو په برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره وایي، اسټرالیا له افغانستان سره د څه باندې ۵.۱ میلیون امریکایي ډالرمرسته کړې.
د امريکا نړۍواله پرمختيايي ادارې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ځينو هېوادونو سره – چې وګړي يې د نري رنځ ناروغۍ له خطر سره مخ دي – له دې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې ۲۳ میليون ډالر مرسته کوي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد د افغانانو د حیاتي اړتیاوو پوره کولو لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا به لګول کېږي.
اروپايي ټولنې له افغانستان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستو خبر ورکړی دی.
کابل کې د ترکیې سفارت وایي، له افغانستان سره د دغه هېواد ۲۰ ټنه مرسته شوي طبي توکي کابل ته راورسېدل.
افغاني سره میاشتې ټولنې نن په کابل ښار کې له ۳۴۳ سوالګرو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه او هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP