نولسمه ۳۲ میلیوني ډالري مرسته افغانستان ته ورسېده
مرکزي بانک اعلان وکړ چې ۳۲ میلیوني ډالري نوره مرسته هم افغانستان ته راورسېده. د افغانستان مرکزي بانک نن د کب په ۲۹مه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې یادې پیسې کابل ته په نغدي ډول…
مرکزي بانک اعلان وکړ چې ۳۲ میلیوني ډالري نوره مرسته هم افغانستان ته راورسېده. د افغانستان مرکزي بانک نن د کب په ۲۹مه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې یادې پیسې کابل ته په نغدي ډول…
په پکتيکا کې له ۲۸۰۰ او په لغمان کې ۱۷۳ اړو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په خوست کې له ۴۵۰ يتيمو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په کندهار ک د دوو مرستندویه ادارو (Serve Afghanistan او Care international) پر ۵۹۴ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل چې ډېری یې معلولین وو.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت مختلفو ولسواليو کې د يو شمېر خيريه بنسټونونو له لارې له ۱۳۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د ترکیې د بشري مرستو یوه برخه چې ۹۲۰ ټنه توکي دي، «د ښېګڼې په کاروان» کې نن هرات ولایت ته راورسېده.
د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې له ۲۰۷۳ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه. په دغو مرستو کې د خوراک نړيوال سازمان له لوري د FGA موسسې په تخنيکي همکارۍ…
په کابل کې د ترکیې سفارت مسوولین وايي چې د دغه هېواد د سرې میاشتې ۷۵۰ ټنه مرسته کابل ته رارسېدلې ده.
د ناروې حکومت وایي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې نږدې لس میلیون ډالره مرسته کوي.
په خوست او پکتيا ولايتونو کې له دوو زرو بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.
پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ۳۱۰ ټنه بشري مرستې په تورخم کې ځايي چارواکو ته سپارل شوې دي.
په کابل کې له څلور سوه بې ځایه شويو او بې وزلو کورنيو سره د خوراکي او روغتیایي توکو مرسته وشوه.
په ننګرهار کې د "مجددي حضراتو شورا" له خوا د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کې له ۶۰۰ بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او بلخ ولسوالۍ کې د سعودي عربستان ملک سلمان بنسټ له لوري له ۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او جامو مرستې وشوې. دغه مرستې د سرې میاشتې…
د کندهار د کډوالو چارو رييس وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه تر لس زره له ډېرو کورنيو سره مرستې شوې او اته زره نورې کورنۍ د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې دي.
په پکتیکا کې د یونیسف اړوند ودان موسسې له خوا پر ۶۱۵ یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشل شوې.
د اسیا پراختیایي بانک، د خوړو خوندیتوب، روغتیایي چوپړ او پوهنې په برخو کې له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون امریکايي ډالره مرسته تایید کړه.
پروجکټ افغانستان موسسې په کندهار، هلمند او دایکنډي ولایتونو کې له ۲۱۲ جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ایران کې له مېشت افغان کډوالو سره د یو میلیون پونډ مرستې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوالې ادارې له لوري په پکتيکا کې له ۴۳۰ بې وزله کورنيو سره اته ميلیون او شپږ سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
په پکتیا کې له ۱۰۲۵ بې وزلو کورنیو او په پکتیکا کې د ۱۵۰۰ یتیمو ماشومانو له کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
الکوزي شرکت د نیمروز ولايت د نشه يي توکو پروړاندې مبارزې له مديریت سره د يو ميليون افغانیو او اته قلمه خوراکي توکو مرسته وکړه.
د هلمند نادعلي ولسوالۍ د باباجي سیمې له ۱۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د اووه قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت له ٣٠٠ بې سرپرسته زده کوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.