ژبه

خوست کې له سلګونو یتیمو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

خوست ښار (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): په خوست کې له ۴۵۰ يتيمو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته چې د ترکيې هېواد د ايډر په نوم یوه خيريه بنسټ په مالي لګښت اخيستل شوې، نن (د کب ۱۴مه) پر يادو يتيمو ماشومانو ووېشل شوه.

د خوراکي توکو په دې مرسته کې پنځوس کيلو اوړه، اووه کيلوګرامه وريجې او لس لېتره غوړي شامل دي.

د دغه بنسټ يوه مسوول احسان شامي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرسته د انساني همدردۍ له مخې پر دغو ماشومانو وېشي.

نوموړي وويل ياد ماشومان چې د دغه ولايت د نادرشاه کوټ او د يعقوبيو صبریو ولسواليو اوسېدونکي دي، پلرونه يې د تېر حکومت پر مهال په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

احسان شامي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دا ډول مرستې يې د خوست ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم وېشلې او په راتلونکي کې به هم دوام ورکوي.

د ايمان په نوم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يوه يتيم چې عمر يې شاوخوا ۱۲ کاله دی، د دې مرستې د ترلاسه کولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې په دې تنګ وخت کې ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه په خپلو خبرو کې له نورو خيريه بنسټونو هم وغوښتل چې د ده په څېر له نورو يتيمو او بېوزله کورنيو سره مرستې وکړي.

د نبي الرحمن په نوم یو بل کس چې د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي، له خپلې ولسوالۍ یې شاوخوا دوه سوه هغه ماشومان راوستلي چې پلرونه یې په تېره جګړه کې وژل شوي دي.

هغه د ترکيې په ګډون له ټولو هغو هېوادونو او خيريه بنسټونو مننه وکړه چې له اړمنو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

ورته موضوع