مزارشريف (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او بلخ ولسوالۍ کې د سعودي عربستان ملک سلمان بنسټ له لوري له ۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او جامو مرستې وشوې.
دغه مرستې د سرې میاشتې او ياد مرکز له لوري نن ووېشل شوې.
په شمال کې د سرې میاشتې مسوول مولوي یار محمد فاروقي وايي چې دوی لومړی د سرې میاشتې رضاکارانو ټېم له لوري دغه کورنۍ سروې او تشخیص کړې او بیا یې ورسره مرسته کړې ده.
د هغه په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوړه، جامې او کمپلې شاملې دي.
login or register a new account.