د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې اووه ګرځنده روغتیايي ټیمونه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ فعال شول.
د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند د بابا غره په لمن کې فرهنګي مېله – چې وزلوبه او نورې سپورټې لوبې هم په کې نندارې ته وړاندې شوې – ترسره شوه.
میدان ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت عامې روغتيا ریاست وايي چې د سويډن همکارې موسسې له لوري له ياد ریاست سره
د میدان وردګو ولایت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د میدان وردګو ولایت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ګوربت سيمې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې او شاوخوا ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د یو شمېر ښوونځيو زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي او د پوهنې له وزارته غواړي چې دغه ستونزه دې حل کړي.
د لغمان او میدان وردګو ولایتونو مسوولین وايي، له زرګونو بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ له ۱۳ کلونو راهيسې د بيبي عايشې په نوم د نجونو يوه ښوونځي کې فعاليت کوي.
په ميدان وردګو ولایت کې درې کسان د یوه موټر د غلا او په پروان ولایت کې بیا دوه کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله يو کس مړ شوی دی.
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړې له امله يو کس وژل شوى دى.