د ميدان وردګو مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د والیبال ولايتي لوبډلې د غوراوي سيالۍ د سیداباد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د میدان وردګو طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، نن د دغه ولایت د سیداباد او چک ولسواليو له ۱۹۵ سېلابځپلو کورنیو سره د ۱۵ میلیونه او ۶۰۰زره افغانيو په ارزښت د نغدو پيسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوال سازمان نن د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۱،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بيارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۲۲۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د مېدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي فیضالله جلالي وايي، په دغه ولایت کې پرون بیا سېلابونه راوتلي او لږ تر لږه ۳۰ کورونه يې نړولي دي.
د میدان وردګو د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې له ۴۵۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د میدان وردګو د شهیدانو او معلولینو ریاست وايي، په دغه ولایت کې يې په تېرو جګړو کې د وژل شوو کسانو د یتیمانو د نومليکنې لړۍ پيل کړې او له اتلس کاله کمعمره هر یتیم ته به د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي.
د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له ۱۳۲۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په میدان وردګو کې یو شمېر بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د ترکي مڼو نیالګیو ښه نتیجه ورکړې او زیاتوي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دې ترویج شي.
د میدان وردګو د «بهسود لومړۍ حصې» ولسوالۍ د وړیو سوداګر له حکومته غواړي چې کورني تولیداتو ته بازار پیدا کړي.
میدانښار (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۱): د ميدان وردګو ولایت مسوولین وايي، د کابل – باميانو لارې په اونۍ کوتل سيمه کې د موټر چپه کېدو پېښه
د میدان وردګو د عامې روغتيا ریاست وایي، په دغه ولایت کې يې د کولرا ناروغۍ د احتمالي خپرېدو لپاره بنسټيز احتیاطي تدابير نيولي دي.