منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

میدان وردګو کې د موټر چپه کېدو له امله ۵ کسان ژوبل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۰ کتنې

میدان‌ښار (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۱): د ميدان وردګو ولایت مسوولین وايي، د کابل - باميانو لارې په اونۍ کوتل سيمه کې د موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ژوبل شوي دي.

د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ماسپښين یوه نیمه بجه د کابل – بامیان لارې د ميدان وردګو په اونۍ کوتل سیمه کې د یوه ټوډي موټر د چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي چې ټول یې نارینه دي.

سرچينه زياتوي، یاد کسان د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې له بامیانو څخه بېرته پر لار پرې موټر چپه شوی دی.

د ميدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې سیمې ته یې پر وخت روغتیایي ټيم رسېدلی او ټپیان یې ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

دی زياتوي: «د ټپیانو حالت وخیم دی، تر دې مهال ټول ژوندي دي او تر درملنې لاندې دي.»

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې وړمه ورځ هم د مرکز اړوند په کوتل سیمه کې ترافیکي پېښه وشوه او پنځه کسان په کې ټپیان شوي وو.

مسوولین د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو لامل تر ډېره د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښیي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې