ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو په سیداباد او چک ولسوالیو کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د میدان وردګو په سیداباد او چک ولسوالیو کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

author avatar
23 Aug 2022 - 17:13
د میدان وردګو په سیداباد او چک ولسوالیو کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل شوه
author avatar
23 Aug 2022 - 17:13

میدان‌ښار (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، نن د دغه ولایت د سیداباد او چک ولسواليو له ۱۹۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د ۱۵ میلیونه او ۶۰۰زره افغانيو په ارزښت د نغدو پيسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ، د کډوالو نړۍوالې ادارې(IOM)   او د ډنمارک د کډوالو انجمن (DRC) په مالي ملاتړ کېږي.

ده زیاته کړه: «هرې کورنۍ ته د ۸۰ زرو افغانیو په ارزښت خوراکي، غېر خوراکي توکو او د نغدي مرستو د وېش لړۍ روانه ده.»

نوموړي وویل چې د دې مرستې لپاره هغه کورنۍ انتخاب شوې چې کورونه يې د وروستیو سېلابونو له امله په بشپړه او یا هم نسبي توګه زيانمن شوي دي.

هغه زیاته کړه، د یادو مرستو له جملې د کډوالو نړۍوالې ادارې له خوا هرې کورنۍ ته ۲۸زره نغدې افغانۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا ۲۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۰ لیټره غوړي او ۲۵ کیلوګرامه دال او یوه اندازه نور مواد ورکړل شوي دي.

ده دغه‌‌راز وویل چې د ډنمارک د کډوالو انجمن له خوا هم هرې کورنۍ ته یوه خیمه، روغتيايي کېټ، پنځه کمبلې او د پخلنځي بشپړ سېټ ورکړل شوي دي.

د سیداباد ولسوالۍ د تنګي دواب سیمې اوسېدونکي شکرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی ته ډېر زیانونه اوښتي، کورونه يې وران شوي او د بېرته رغولو وسه نه لري.

ده له حکومت او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د کورونو په بېرته رغولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د يادې ولسوالۍ د امان‌خېلو اوسېدونکي آغا‌محمد هم د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه، خو له مرستندویه بنسټونو د لا همکارۍ غوښتنه کوي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.