میدانښار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د «مسجد درې» اوسېدونکي وایي، دغې درې ته غځېدلې لاره خرابه ده او
د کابل- کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسان ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت اندېښمنوونکی ښودل شوی دی.
د ميدان وردګو مسوولین وايي چې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
په بغلان، لوګر، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې نن له ۱۴زره ۹۱۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ګرمو جامو مرسته وشوه.
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې نن د دغه ولایت د اتو کلپونو ترمنځ د غوره سوکوهنې سيالۍ ترسره شوې.
د میدان وردګو ولایت امنیې قومانداني وايي، وړمه ورځ يې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید یوه لویه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
میدانښار (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۱): د ترکيې د نړیوالو بشري مرستو بنسټ(IHH) له خوا د کلي خیریت بنسټ او افغاني سرې میاشتې په همغږۍ نن
د میدان وردګو د پوهنې ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر ټولو ښوونځيو له ۷۰۰زره ډېر کتابونه او قرطاسيې ووېشل شول.
د میدان وردګو د کرنې ریاست وايي، سږ به په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ۱۴۰زره ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال ۹۲زره ټنه و.
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO ) د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لس عامالمنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دوی په سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری دی.
د ميدان وردګو چارواکي وايي، د دغه ولایت له سلګونو اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.